خبرونهامنیت

لس طالبان په قندهار کې ووژل شول

٢- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
قندهارتېره شپه او نن سهار د افغان ځواکونو او د طالبانو په ډلې پورې د تړلو يرغلګرو ترمنځ د سختو جګړو ډګر و.
دغه جګړې چې په ژيړى او ميوند ولسواليو کې رامنځته شوې په بهير کې يې ٤٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو د ډلې د پنځو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٤٥وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغو جګړوپه بهيرکې د هېواد هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو په څلورو پټنځيو بريدونه وکړل چې له ټولوپوځي تجهيزاتوسره يې له منځه يوړل.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يو بل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٣ماينونو په کشف او شنډولوسره د يولړچاودنومخه ونيوله.
د دغوماينونود ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته