سیاستخبرونهTOPروغتیا

قلندر عباد؛ د روغتیايي سیستم پیاوړتیا د عامې روغتیا وزارت په لومړیتوبونو کې دی

کابل، د غويي لومړۍ نېټه، باختر
د عامې روغتیا سرپرست وزیر، ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د پروان او غور له واليانو، الحاج عبدالعلي قدرت الله امیني او ملا احمد شاه دین دوست سره جلا جلا لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې په پروان او غور ولایتونو کې د تطبیق کوونکو مؤسسو پر فعالیتونو، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا‏ د دې ولایت اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د روغتونونو لپاره د طبي ماشینونو او د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو اړوند، بحث او خبرې ترسره شوې.
‏د عامې روغتیا سرپرست د روغتیايي سیستم پیاوړتیا له خپلو لومړیتوبونو وبلل او وویل ” موږ هڅه کوو، چې د هېواد د ټولو سیمو وګړو ته په مساویانه ډول معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو او په همدې موخه په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونو جوړ شوي او لا هم یاده لړۍ دوام لري.
هغه زیاته کړه، د پروان او غور ولایتونو روغتيايي خدمتونو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي ، ترڅو د یاد ولایت ناروغانو د تشخیص په برخه کې لا اسانتیا رامنځته ‏او غوره درملنه یې تر سره شي.
یاده دې شي چې د یادو ولايتونو والیانو د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه مننه وکړه او د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress