خبرونهښوونه او روزنه

قطر په ښوونیز ډګر کې له افغانستان سره مرسته کوي

کابل، د زمري ۲ مه، باختر
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر په افغانستان کې د قطر هېواد له مرستیال سفیر سعید العدا، د سفارت درېیم سکرتر سُباح الکُوري او د مرستیال سفیر منشي شیبان الهاجري سره وکتل.
په دې کتنه کې د پوهنې وزیر وویل چې قطر تل له افغانستان سره نږدې اړیکې پاللې او په ستونزمنو حالاتو کې د افغانستان دوست هېواد پاتې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولې نړۍ په تېره بیا اسلامي هېوادونو سره د متقابل درناوي او دوه اړخیزو همکاریو د اصل پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې ساتل او پالل غواړي.
په همدې حال کې د قطر مرستیال سفیر سعید العدا د افغانستان او قطر دوستانه اړیکو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې قطر له افغانستان سره د ژوندانه په ټولو اړخونو په تېره تعلیمي ډګر کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي زیاته کړه، د قطر هیواد پلان لري چې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولوپه برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې قطر له دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته