خبرونهاقتصادټولنه

فراه کې ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه او په تړاو یې ۴ تنه ونیول شول

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر
د فراه ولایت په فراهرود ولسوالې کې ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکه د زورواکو له منګولو خلاصه او په تړاو يې ۴ تنه ونيول شول.
د يادې کمېټې مسؤل او د فراهرود ولسوال ملا محمد صادق جهادمل د مل پلاوي په ملتیا، په نواباد، بارک اباد، سيداباد او کرخ ګوزل کليو کې له دولتي ځمکو څخه د څارنې او ساتنې پر مهال د ځايي زورواکو له منګولو څخه ۳۰۰ جريبه دولتي ځمکه خلاصه، په تړاو يې څلور ۴ تنه ونيول شول او اړوند ارګان ته وسپارل شول.
بايد وويل شي، چې په يادو ځمکو باندې د زورواکو له لوري د کښت ترڅنګ ۴۰ نوي سرايونه هم جوړ او د نيول شويو دولتي ځمکو د مخنيوي کمېټې د رهبري او غړو له لوري وتړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته