خبرونهټولنه

فراه کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د الاقصی په نوم جامع جومات جوړېږي

کابل، د وري ۳۰مه، باختر
د فراه ځايي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د الاقصی په نوم د يو جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مفتي غلام رباني باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د بالا بلوک ولسوالۍ په ګنسک سیمه کې د ولسي خلکو له لوري د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت پر ۵ جریبه ځمکه د الاقصی په نوم د یو جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې دي
هېره دې نه وي چې یاد جامع جومات به په یو وخت کې د شاوخوا ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته