ټولنه

دهرات دکمربندى سړک جوړول دبشپړيدو په درشل کې دى .

کابل باختردلړم شلمه :
دهرات دفوايد عامې  رياست مسوولان دهرات ښار دکمربندي سړک د دوو برخو دبشپړيدو  خبرورکوي .
دفوايد عامې رييس انجنير سيد عبدالله حمايت دولايت  دمقام دمطبوعاتو  په مرکز کې په يوه خبري کنفرانس کې  وويل: دهرات دباى پاس  مهم سړک ددووبرخو دبيا رغولو کار د دوه ويشتو مليونو پنځه سوه زرو ډالرو په لګښت دپنځه څلويښتو کيلومترو په اوږدوالي له څوکلونو څخه راپديخوا ترلاس لاندې نيول شوى و چې اوس دګټې اخستنې لپاره چمتو دى .
ده دغه راز دغوريانو د اووه پنځوسو  کيلومترو سړک ، په پشتون زرغون کې په سلو کې دشپږ نوي  کيلومتره سړک دقير کولو ، دامام شش نور سړک او دهرات د نقره سړک دنهو کيلومترو دبشپړيدو خبرورکړ او  زياته يې کړه په روان کال کې له دغې پروژې  پرته په دغه ولايت کې څه دپاسه دوه سوه کيلومتره سړک قير او په کهسان ولسوالۍ کې څه دپاسه نهه کيلومتره سړک ترميم شوى دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته