خبرونهاقتصاد

فراه کې د کبانو د ښکاري تور (جال) توليدي شرکت فعالیت پیل کړ

کابل، د کب ۲۱ مه، باختر

د فراه د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱.۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د کبانو د ښکاري تور (جال) توليدي شرکت د فعالیت خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمس الحق اجمل د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې ګاونډيو هېوادونو ته د ۱.۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د کبانو د ښکاري تور (جال) توليدي شرکت خپلې چارې پيل کړې.

ورته مهال د یاد شرکت مسوول عبدالمالک نورزی بیا وايي چې له دې وړاندې یې په ایران کې فعالیت درلود خو د اسلامي امارت په بریالیتوب سره په هېواد کې د پانګې اچونې زمینه برابره شوې نو ځکه یې دلته خپل فعالیت پیل کړی دی.

هغه زیاته کړې چې په دغه شرکت کې دم ګړۍ ۱۳۰ تنه په کار بوخت دي او تر راتلونکو ۶ مياشتو پورې به يې شمېر شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شي.

بل خوا د عبدالشکور په نوم د ياد توليدي شرکت يو تن کارکونکی بيا د دغه شرکت په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې له دې وړاندې د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ته.

ورته مهال د یاد شرکت یو بل کارکوونکی میروس وايي چې په ورځ کې د ۱۰ جالونو په اوبدلو سره ۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته