خبرونهټولنهروغتیا

فراه کې د نري رنځ د تشخیص لپاره د ٢٠ زره ډالره په لګښت د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوه

کابل، د غوايي ٤مه، باختر
د فراه د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولايت په ولايتي روغتون کې د نري رنځ د تشخيص لپاره د جن اکسپرټ په نوم د دستګاه د فعالېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتيا رئیس مولوي احسان الله «شاکر» د يادې دستګاه د پرانیستلو پر مهال وویل چې په ولايتي روغتون کې د UNDP مؤسسې له لوري د ٢٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نري رنځ د تشخيص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې ده.
هغه وویل چې مخکې له دې د فراه مېشت خلک د نري رنځ د تشخيص لپاره لرې ولايتونو ته سفرونه کول او ډېر لګښتونه پرې لګېدل خو اوس د عامې روغتیا وزارت په همغږي او د UNDP مؤسسې پر مټ د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې چې ورسره به ډېرې آسانتياوې رامنځته شي.
هېره دې نه وي چې د فراه مېشت خلک د يادې دستګاه په فعالېدو خوښ دي او له اسلامي امارت څخه د روغتیا په برخه کې د ورته نورو آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته