کابل، د غوايی ۳ مه، باختر
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځي د جوړېدو او پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مرستیال مفتي زاهد الله زاهد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د ناروې شاهي دولت اړوند دارت موسسې له لوري د ۱۵.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شیرین تګاب ولسوالۍ په عطاخان خواجه سیمه کې په عصري او مجهز سیسټم سمبال یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
زاهد وویل، چې یاد ښوونځي کې ۶ درسي خونې، احاطوي دېوال، د ساتونکي خونه، په سولري سیستم سمبال د اوبو څاه، ټولګیو کې مېز او څوکۍ، اداري خونو لپاره موبل او فرنیچراو د فوټبال میدان آسانتیاوې په کې شتون لري.
هېره دې نه وي چې د سیمې خلک د یاد ښوونځي په جوړېدو خوښ دي او له مسوولینو د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.