کابل، د کب ۲۴ مه، باختر
د غور ولایت امنیتي مسولین د ۱۱ میله بېلابېل ډوله وسلو او سلګونه فیره مرمیو د راټولېدو خبر ورکوي، زیاتوي چې دغه وسلې په تېرو دوه میاشتو کې د دغه ولایت له بېلا بېلو سیمو څخه ترلاسه شوې دي.
د غور د پولیسو ویاند مولوي عبدالرحمن بدري ویلي، چې راټولو شویو وسلو او مهماتو کې ۱۱ میله بېلابېلې وسلې، ۶۰۰ اېم چهل مرمۍ، ۳۴ نارنجک انداز، ۲ فیره هاوان، ۱ فیر توپ مرمۍ او ۲ عدده شاژورونه شامل دي.
د نوموړي په خبره دغه وسلې نن پنجشنبې په رسمي ډول د ډایاک پروسې ته وسپارل شوې