خبرونهنړۍ

غزه کې د ملکي وګړو د وژنې دوام؛ د پنجشنبې بریدونه ډارونکي بلل شوي

نړۍ، د کب ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د روانې جګړې نن شنبې ۱۴۸ مه ورځ ده او په لړ کې یې ۳۰ زره ۲۲۸ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او تر اویا زرو ډېر ټپیان شوي دي.

دغې جګړه کې د صهیونستي رژیم تر ټولو مرګونی برید د پنجشنبې په ورځ هغه مهال ترسره شو، چې د غزې په شمال کې عام خلک د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره راغونډ شوي وه.

دغه برید کې شاوخوا سل تنه شهیدان او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر په داسې حال کې مخ پر لوړه روان دی، چې د اوربند د ټینګېدو لپاره د روانو هڅو هېڅ کومه مثبته پایله نه تر سترګو کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته