سیاستخبرونهTOP

ضمیر کابلوف؛ د نړۍ دولتونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د افغانستان له حکومت سره د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي

کابل، د غوايي ۵مه، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

 په دې کتنه کې د کابل او مسکو ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د راتلونکې ناستې او پر سیمه ‌ییزو مسایلو خبرې اترې وشوې.

 مولوي امیرخان متقي په دغه کتنه کې په سیمه ‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د روسیې د ملاتړي دریځ قدراني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړېکو او سوداګرۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ په غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نژدې ټولو هېوادونو سره فعال سفارتونه لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی او په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.

په ورته وخت کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په دغه کتنه کې ټینګار وکړ؛ هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه په کې اخیستل شوې وي.

 کابلوف همدارنګه وویل چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده، چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري.

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلای.

 د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي همدارنګه وویل چې د نړۍ دولتونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د افغانستان حکومت سره د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازادې کړي او پر بانکي نظام یو اړخیز او غیرقانوني بندیزونه پای ته ورسوي او خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

 د یادونې وړ ده، چې کابلوف په دغه کتنه کې هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د روان کال په اوږدو کې مسکو ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته