خبرونهنړۍ

صهیونست پوځ لپاره مرګونې ورځ؛ لسګونه پوځیان یې مړه او ټپیان دي

نړۍ، د وري ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

د حماس غورځنګ نظامي برخې نن یکشنبې خبر ورکړی، چې د اسرایلي ځواکونو پر ټانکونو یې مرګوني بریدونه کړي، چې ښایي ګڼشمېر صهیونست ځواکونه په کې وژل شوي وي.

ورته وخت کې د اسرایلو پوځ ویلي، چې یو پوځي یې غزه کې د مخامخ جګړې پر مهال وژل شوی دی.

دغه راز اسرایلو نن د ۱۷۰ مې ورځې لپاره هم غزه کې د ملکي وګړو وژنې ته دوام ورکړی او تازه یې په رفح ښارګوتي او نورو سیمو کې د هوایي بریدونو په پایله کې لسګونه فلسطینیان شهیدان کړي او ټپیان کړي دي.

دغو بریدونو کې ۱۹ تنه د بشري مرستو ترلاسه کوونکي شهیدان شوي او دغه راز په یو جلا برید کې بیا د یوې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته