خبرونهامنیت

شپږ ماينونه په غزني کشف اوشنډ شول

١٥- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د غزني پوليسو په دغه ولايت کې د شپږوماينونوپه کشفولو سره د يولړچاودنومخه ونيوله.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختراژانس ته وويل چې د غزني د امنيې قوماندانۍ د دويمې حوزې ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ٦ ماينونه او ٣ بمونه د غزني ښار د اميرمحمد خان د کلي له مربوطاتو څخه کشف اوشنډ کړل
سيرت زياته کړه وسله والو طالبانو د دغو ماينونو په ښخولو سره غوښتل په غزني ښار کې پر ملکيانو او پوځيانو بريدونه وکړي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته