خبرونهاقتصادTOPټولنه

سېلابونو په کندهار او کونړ کې د سر او مال زیان اړولی

کابل، د کب ۱۲ مه، باختر

د کندهار او کونړ سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایتونو کې د ورستیو اورښتونو له کبله ۲۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په ښار او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ۲۳۸ کورونه ویجاړشوي او په ترڅ کې یې ۲ ماشومان شهیدان او ۳ نورټپیان شوي دي.

د یوبل خبرله مخې؛ په کونړ کې هم د سختو اورښتونو له امله ۳۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر احسان الله باختر آژانس ته ویلي چې د ورستیو اورښتونو له امله ۳۲ کورونه ویجاړ او په ترڅ کې یې ۳ تنه شهیدان او ۲ ژوبل شوي دي.

هېره دې نه وي چې د پېښې ټپيان د یاد ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته