خبرونهفرهنګTOPټولنه

سمنګانو کې ۵ قلمه لرغوني اثار موندل شوي شوي

کابل، د سلواغې ۷مه، باختر

د سمنګانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو په دغه ولایت کې د عبدالحمید په نوم د یو شپون په لاس د ۵ قلمه لرغونو اثارو د موندلو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري میراثونو د ساتنې مدیر محمد امین عزیزي باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه شپون یاد لرغوني اثار د ایبک ښار له مربوطاتو څخه په غره کې د یو کمره له منځه پیدا کړي او د امنیتي ځواکونو له لوري یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارلي دي.

د مسولینو په خبره دغو موندل شویو اثارو کې یو دېګ، د اوبو جام، پتنوس او د اسپ نعل شامل دي.

د عزیزي په خبره د اثارو د لرغونوالي او څرنګوالي په اړه معلومات به تر لابراتواري معایناتو څخه وروسته اعلان شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته