خبرونهاقتصادټولنه

سمنګانو کې نږدې ۷۰۰ تنو ته  لنډمهالې کاري زمینه برابره شوې

کابل، د غوايی ۴ مه، باختر

د سمنګانو د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په کوز دره صوف ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۱۵۲ ذخیرو د پاکولو چارې پیل شوې دي، چې له امله یې نږدې ۷۰۰ تنو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمینه برابره شوې ده. 

د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهرخي د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د کوز دره صوف ولسوالۍ د ۱۱ پراختیايي شوراګانو هر یو زاغ، محمد فولاد، بیانان شرق،خانه سنگی، کوچارق، کته قاق، مهسود او نوامد سیمو کې د WHH موسسې په مالي ملاتړ د اوبو د ۱۵۲ زېرمو د پاکولو چارې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې د یاد شمېر د اوبو زېرمو د پاکولو په پروګرام کې ۶۸۳ تنو ته د ۳۵ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې چې په ورځني ډول ۴۵۹ افغانۍ معاش اخلي.

د ویلو ده چې د سیمې خلک له دې چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې او هم د دوی د اوبو ذېرمې پاک کېږي خوښ دي.

باید وویل شي، چې د سیمې خلک د دغې پروژې د پیل او ځوانانو ته د کاري زمینې د برابرېدو له امله خوښ او د ورته نورو پروژو د پیل غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته