خبرونهامنیت

سمنګانو کې لسګونه میله ډول ډول وسلې کشفې شوې 

کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر

د سمنګانو امنیتي مسوولینو د تېرو درېیو میاشتو په بهیر کې د یاد ولایت له مرکز او ۷ ګونو ولسوالیو څخه د ۲۸ ډول ډول وسلو د کشف خبر ورکړی دی.

د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ له تروریزو سره د مبارزې مدیر داملا شکرالله فیضاني د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد مدیریت ځواکونه وتوانېدل چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۸ بېلابېلې وسلې د یاد ولایت له مرکز ایبکو ښار او ولسوالیو څخه کشف کړي چې له دې جملې څخه ۱۹ میله وسلې یې د دایاک پروسې ته سپارلې دي.

نوموړي زیاته کړه، ټولو ته څرګنډه ده چې دښمن له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري نو له همدې امله غواړي چې په مقدسه اماکنو په ترهګریزو بریدونو او چاودنو سره عامه نظم ګډوډ او د دولت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي خو امنیتي ځواکونه دښمن ته د داسې کارونو اجازه نه ورکوي.

د يادونې وړ ده چې د روان کال په وروستيو مياشتو کې د سمنګان ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې مديريت د دغه ولايت له ايبک ښار او ولسواليو څخه ٧٠ زره ميله ډول ډول وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته