ورزش

دشطرنج درې تنه لوبغاړي اتلوالى ته ورسيدل.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
جار الله انيب،نايل احمد وهاب زاده او ستاره عزيزي په هرات کې دبيک بير دجام دشطرنج دسياليو اتلوالۍ ته ورسيدل.
دهرات دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل چې بيک بير جام دشطرنج سيالۍ د ښځو او نارينه و په ګډون دشپيتو تنو ورزشکارانو ترمنځ يوه اوونۍ مخکې دشهيد ميرويس صادق په جمنازيوم کې پيل شوې وې چې په پاى کې پرون دجار الله انيب نايل احمد وهاب زاده او دستارې په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې .
دغه راز نوروزخان،سپهر سخاوتي او نرګس عزيزي دويم او عزت الله امينى او امير رضا عباسى دريم مقام وګاټه .
په پاى کې دهرات دورزشي امريت له خوا برابر شوي سوغاتونه ددغو سياليو مخکښانو ته ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته