خبرونهټولنه

سمنګانو کې د اوبو رسولو ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۹ مه، باختر

د سمنګان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۶ پروژو د ګټې اخیستلو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار، حضرت سلطان او فیروز نخچیر ولسوالیو  کې د افغان اید موسسې په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه ۷۷۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره ۱۲۳۹ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته