خبرونهسیاستاقتصادTOP

سریک ژومانګرین: تخنیکي ټیم به یې له افغان لوري سره په افغانستان کې د رېل پټلۍ، کانونو او نورو برخو کې د پانګونې په اړه مفصلې خبرې وکړي

کابل، د غوايي ۵مه، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګرین سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، دوې اړخيزې سوداګرۍ او په افغانستان کې د قزاقستان د پانګونې په اړه هراړخيزې خبرې وکړې.

متقي په دغه کتنه کې وویل افغانستان لېواله دی، چې له قزاقستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګريز رول څخه خوښي څرګنده کړه او هيله يې وکړه، چې افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برښنايي حکومتولۍ برخو کې پانګونه وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له پراختيا سره پکار ده، چې د کابل او استانې ترمنځ مخامخ الوتنې پيل شي.

په ورته وخت کې د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال په خپل وار افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ په پراخېدو وګڼلې او زياته يې کړه، چې د افغانستان صادرات قزاقستان ته نژدې درې برابره زيات شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې سفر کې يې تخنيکي پلاوی ملتيا کوي او په افغانستان کې به د رېل پټلۍ، کانونو او مشترکو کمپنيو په برخه کې د پانګونې په اړه مفصلې تخنيکي خبرې وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال وويل، افغانستان ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې به په کابل کې د افغانستان او قزاقستان ګډ سوداګريز نندارتون پرانيزي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته