کابل/ د وږي١٨مه / باختر
د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې اعلام وکړ چې په هېواد کې د اړو کورنيو پاملرنې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي.
د وړاندې شويو شمېرنې له مخې، د افغانستان څه ناڅه ٣٦ ميليونو وکړو څخه نيمايي يې خوړو او عاجلومرستو ته اړتيا لري.
د دې ټولنې سرپرست مولوي سيدصفت الله قريشي وايي دوى هڅه کوي په افغانستان کې لسګونه زره اړې کورنۍ ته چې د لوږې له خطر سره مخ دي لومړى د بشر دوستانه مرستو تر پوښښ لاندي ونيسي او په وروستى پړاو کې د نړيوالو مرستندويو ادارو مرستې جلب کړي.
ملګري ملتونوسازمان په دې وروستيو کې خبر دارى ورکړى و چې که د خوړو نړيوال سازمانونه افغانستان ته نورخوراکي توکي ونه لېږي، په دې هېواد کې به بشري ناورين رامنځته شي.
\ ذ