فرهنګ

د واټونو د نومولو کميسيون غونډه جوړه شوه

کابل / د وري١٠مه / باختر
د واټونو د نومولو کمیسیون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ جوړه شوه.
د باخترآژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې په کابل او ولايتونو کې د٩ واټونو پر نومولو خبرې وشوې.
دکمیسیون غړو په دې اړه له اړوندو بنسټونو او مراجعو څخه د وضاحت غوښتنه وکړه
او وروستۍ پریکړه یې راتلونکې غونډې ته وځنډوله.
دغه راز په دې غونډه کې د کمیسیون د نوې کړنلارې نوې مسوده د کمیسیون غړو ته وړاندې شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د کمېسیون له غړو وغوښتل چې د پلان تر مطالعې وروسته په راتلونکي غونډه کې خپل نظریات شریک کړي.
پاى \ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته