خبرونهټولنهروغتیا

زابل کې په نشه يي توکو د نږدې ۲۰۰ روږدو درملنه شوې

کابل، د کب لومړي، نېټه باختر

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۲۰۰ روږدو د درملنې خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د نشه یي توکو د ۵۰ بستریز روغتون مسوول سيد امين ثاقب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه روغتون کې په تېرو شپږو میاشتو له دغه ولایت څخه په نشه يي توکو د راټول شویو ۱۹۰ روږدو کسانو درملنه شوې او دا مهال شاوخوا په نشه يي توکو ۴۰  روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

ثاقب وویل، چې په دغه روغتون کې پوره امکانات لري، ترڅو په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه او پالنه پرې وشي.

ثاقب زیاته کړه، چې له کورنیو سره یوځای شوي روغ کسان اوس هم د دوی تر څارنه لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته