خبرونهټولنه

زابل کې د نږدې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

کابل، د وري ۲۰مه، باختر 

د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د نږدې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او پراختیا رییس مولوي حکمت الله رهبر د باختر آژانس خبریال ته د یادې شبکې په اړه وویل، چې د شاجوی ولسوالۍ په سلطان ملخي کلي کې د یونیسف سازمان له لوري د ۷ میلیونه ۸۵۲ زره ۶۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه چې د ۲۰ زره لېټره اوبو په وړتیا یوه ذخیره او ۶۵ نل ليکې ورسره شاملې دي جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. 

هغه زیاته کړه چې یادې شبکې ته د سولري سېسټم ترڅنګ سیمه کې ۵ تشنابونه هم رغول شوي چې د سیمې سلګونه کورنیو ته د اوبو رسولو او نورو برخو کې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې پلې کېدو ته خوښ دي او له مسوولینو دې ته ورته د نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته