خبرونهټولنه

زابل کې د ترافیکې پېښې له کبله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د وري ۸مه، باختر
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د تازې رباط په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د امنيې قومندانۍ وياند ذبيح الله جوهر باختر آژآنس ته وویل چې پېښه د شاجوی ولسوالۍ اړوند د تازې رباط سیمه کې د ټېلر او بس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې یو کس مړ شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي.
جوهر زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدو سره سم ټپیان شاجوی ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
نوموړي د پېښې د لامل په تړاو څه ونه ویل خو له دې وړاندې مسوولینو دې ته د ورته پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته