کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر
د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د پښتون او هزاره قومونو ترمنځ د ځمکې پرسر رامنځته شوې ۳۰ کلنه شخړه حل شوې.
د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په کنځیرکلي کې د دوو قومونو ترمنځ پر۲ سوه جریبه ځمکه د ۳۰ کلونو راهیسې شخړه رامنځته شوې وه، چې د اسلامی امارت په راتګ سره دغه شخړه حل شوې ده.
یاده موضوع د ګیزاب د ولسوال امیر حمزه حنفي، دینی عالمانو او قومي مشرانو په هلوځلو حل او فصل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د یادې شخړې د حل لپاره هزاره قوم پښتون قوم ته ۳۰ میلیونه افغانۍ ورکوي.