کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه د لیدنې پرمهال د راستنېدونکو ستونزې واورېدې.
په دغه لیدنه کې خليل الرحمن حقاني سپین بولدک ته د سفر پرمهال راستنېدونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی ستونزې واورېدې، د حل ډاډ یې ورکړ.
نوموړي دغه راز په فرضي کرښه کې د کډوالو چارو له آمریت څخه هم لیدنه وکړه او راستنېدونکو لپاره د اسانتیاو برابرولو او د انتظار خونو د ودانیزو چارو ارزونه یې وکړه.