خبرونهټولنه

د کونړ په سرکاڼو کې د یوې پروژې چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د دې ولایت د سرکاڼو ولسوالی په سونګړۍ سیمه کې د سربندونو، اوبوزېرمو، تراسونو او ۳۰ متره استنادي دېوال رغنیزې چارې پیل شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېرآقا پیر حبیب الرحمن وویل، چې د دې پروژې په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالی اوسېدونکو ته د لنډ مهال لپاره د کار زمینه هم برابره شوې، چې په ترڅ کې به یې د دغو ولسوالیو یو شمېر سربندونه، د اوبو زېرمې، تراسونه او استنادي دېوال په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژې د پلي کولو موخه خلکو ته د کار زمینه برابرول، د اوبو د ضایعاتو مخنیوي او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته