کابل، د وري ۳۰مه، باختر
د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخند د نورستان له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره په کتنه کې د کونړ- نورستان لویې لارې د جوړېدو په تړاو خبرې وکړې.
د نورستان مرستیال والي په دغه کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست ته د نورستان – کونړ لويې لارې ستونزو په اړه مالومات ورکړل او د سړک د اساسي جوړولو لپاره يې غوښتنه وکړه، چې په بودیجه کې د نورستان لویې لارې ته لومړيتوب ورکړل شي.
په ورته وخت کې د ماليې وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ډاډ ورکړ، چی د عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کونړ – نورستان لویه لاره د ټولګټو وزارت له لوري په اساسی ډول جوړېږي او په ١٤٠٣ کال کی د مالیې وزارت په پراختیايي بودیجه کی ځای ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د یادې لارې د اساسي رغولو عملي چارې پیل شي.