کابل/ د وري ۲۸ مه /باختر
د کونړ د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مناګي برېښنا بند ستونزه حل شوې او د نویو تجهیزاتو په نصبېدلو سره یې ازمایښتي فعالیت پيل کړی دی.
یاد برېښنا کوټ د ۲،۱ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفيت لري چې د مرکز اسعد اباد سربېره به د وټه پور او پېج درې ولسوالۍ کلیو ته هم برېښنا ورسوي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي چې د مناګي بند ازمایښتي فعالیت به د چک او تولید د وروستۍ مرحلې تر بشپړېدو دوام لري، چې د برېښناکوټ بشپړ ظرفیت معلوم او د دایمي استفادې لپاره اماده شي.
پای/وصال
6 د یوې دقیقې څخه لږ