ټولنه

د بغلان له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر د لړم اوومه :
د بغلان  له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته  وسپارل شوه .
  د بغلان له نشه يي توکوسره دمبارزې رييس فضل الحق اندرابي باخترآژانس ته  وويل چې دغه ودانۍ د کرکر په دښته کې د ۲۵۶ مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده چې ۱۰ کاري خونې او د کنفرانس سالون لري او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د نهو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته