خبرونهروغتیا

د کونړ روغتیايي مرکزونو ته ۲۲۰ قلمه طبي اوغیر طبي توکي ورکړل شول

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د کونړ له روغتیايي مرکزونو سره د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د درېیو میاشتو لپاره ۲۲۰ قلمه طبي اوغیرطبي توکو مرسته وشوه.

په دغه ولایت د عامي روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص باختر آژانس ته وویل چې اوس په دې ولایت کې روغتیایې خدمات د پخوا په پرتله پیاوړي شوي او نن هم ۲۱۲ قلمه مصرفي توکي او درمل او ۸ قلمه ژمني توکي د مرکز په ګډون بېلابېلو ولسوالیو ۶۲ روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شول.

مخلص زیاته کړې چې د یادو توکو په وېش سره روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات او ستونزې به یې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته