خبرونهفرهنګټولنهTOP

د کونړ جهادي او فرهنګي ارزښتونه د یوې مشاعرې په ترڅ کې وستایل شول

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر

د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي د کونړ د اطلاعات او کلتور ریاست او ملي راډیو تلویزون له لوري په هغه مشاعره کې برخه واخیسته چې د کونړ د جهادي او فرهنګي ارزښتونو د ستایلو په ویاړ جوړه شوې وه.

په دغه مشاعره کې د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي په ټولنه کې د شعر ارزښت او د شاعر مکلفیت بیان کړ او ویي ویل چې موږ اوس د جنګ له مرحلې تېر شوي یو اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد د بیا رغونې او استحکام لپاره د شعر، ترنم او قلم په قوت کار وکړو، حقایق ښکاره او هم مسوولین په خوږه ژبه خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړو .

ورته مهال د مشاعرې په اوږدو کې د بېلابېلو شاعرانو له لوري خواږه، حماسي، طنزیه او اصلاحي شعرونه وویل شول او د کونړ د فرهنګي او جهادي ارزښتونو او ښایستونو په باب خوندورې زمزمې وړاندې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته