خبرونهامنیتټولنهTOP

د کورنیو چارو وزارت وياند: په تېرو ۲کلونو کې د سايبري جرمونو ۱۱۹ قضيو ته رسېدنه شوې ده

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت مسوولينو په تېرو دوو کلونو کې له دغه وزارت سره د سايبري جرمونو د لسګونه قضیو د ثبت خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه وزارت د جرمونو د کشف او مبارزې رياست د سايبري جرمونو له برخې سره د سايبري جرمونو ۲۵۱ قضيې ثبت شوې دي.
د قانع په وينا د ثبت شويو قضيو له ډلې څخه ۱۱۹ هغو ته يې رسېدنه شوې ده او پاتې نورې يې د پوليسو له لوري تر څيړنو او ارزونې لاندې دي.
د کورنیو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې پوليسو په ياده موده کې د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل ښار کې د دغه ډول جرمونو په تور لسګونه تورن کسان هم نيولي دي.
د سرچينې په خبره د نيول شويو کسانو دوسیې د پوليسو تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د مجازي فضا (انټرنټ) له لارې د چا شخصي، انټرنیټي یا کمپیوټري حریم ته ننوتل او په دې توګه د افرادو د پیژندل شويو حقونو تر پښو لاندې کولو ته سايبري جرمونه ويل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته