سیاستخبرونهامنیتTOPروغتیا

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خوست ملکي تخصصي روغتون څخه لیدنه کړې

کابل، د سلواغې ۱۸ مه، باختر
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او ورسره مل پلاوي د خوست ملکي تخصصي روغتون ته تللي او هلته یې د ناروغانو د احوال اخیستنې ترڅنګ د روغتون له مسؤلینو سره هم کتلي.
ورته وخت کې د خوست د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر ګل صاحب شاه په دې ولایت کې د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
دغه راز د ملکي تخصصي روغتون آمر ډاکټر سخي سردار وویل، چې یاد روغتون د پنځه سوه کسانو لپاره د سل بسترونو ظرفیت په اندازه جوړ شوی، خو اوس مهال د خوست د دوه میلیونه وګړو سربېره د پکتیکا او پکتیا ولایتونو ناروغان هم یاد روغتون ته راوړل کېږي، چې اوس مهال په کې تر دوه نیم سوو پورې ناروغان بستر دي.
ډاکټر سخي سردار د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته د روغتون د تشکیل لوړولو، د ای سي یو خونې، سټي سکین، اېم آر ای ، نسایې ولادي او ماشومانو ته د ځانګړو څانګو د جوړېدو په برخه کې وړاندیزونه کړي او د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ یې د نړیوالو مرستندویه ادارو او روغتیا برخه کې همکارو بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ملکي تخصصي روغتون لپاره د یو باب جومات د جوړېدو د منظوري ترڅنګ د عامې روغتیا او ملکي تخصصي روغتون مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې د ای سي یو خونې، نسایي ولادي او ماشومانو څانګو د جوړېدو په موخه دې خپل پلان، ډیزاین او نقشې برابرې کړي، تر څو په دې برخه کې اجراات ترسره شي.
سرپرست وزیر روغتون کې د ناروغانو احوال اخیستی، هغوی ته یې د ښه صحت دعا کړې او تر څنګ یې ورسره نغدي کومک هم کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې له سرپرست وزیرسره د رابطې عمومي مسؤل حاجي جمیل مسلم او د خوست د اقتصاد رئیس مولوي اختر محمد عکرمه هم ملتیا کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته