۲۵- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
د کندز په دولتي ادارو کې د ښځو شتون ښه شوی دی.
د کندز د ښځو چارو رييسې نصيبې هولکر د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې د تېرو کلونو په نسبت په دولتي ادارو په تېره بيا د دغه ولايت د دولتي ادارو په مديريتي بستونو کې د ښځو شتون ښه شوى دى.
هغې زياته کړه: د ملکي خدمتونو ټول بستونه چې د آزادې سيالۍ له لارې اعلانېږي، د آزموينې په پلاوي کې يوه ښځه د ښځو چارو رياست په استازيتوب هم شامله ده.
ختم – ج – اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ