کابل، د چنګاښ ۱۶ مه، باختر
امداد الله شینواری په کندز کې د کرکټ بورد د مسوول په توګه معرفي شو.
د کرکټ بورډ یوه مسوول باختر آژانس ته وویل، چې په دې غونډه کې د دولتي بنسټونو رئیسانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
هغه وویل چې د غونډې څو تنو ګډونوالو خبرې وکړې او ویې ویل، کرکټ د ځوانانو او مینه والو ترمنځ جذاب او په زړه پورې ورزش دی.
په همدې حال کې امداد الله شینواری چې نوی په کندز کې د کرکټ د مسوول په توګه ګومارل شوی ویې ویل، چې د کرکټ ورزش ودې ته په تېرو شلو کلونو کې زیات کار شوی او له دې وروسته به هم هڅه وشي، چې د کرکټ د ودې لپاره زیات کار وشي.
هغه له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې ځوانان په ټولو برخو کې په تېره بیا د کرکټ د ورزش په برخه کې ملاتړ او پیاوړي کړي.
ع
12 خواندن این مطلب 1 دقیقه زمان میبرد