کابل، د غبرګولي ۳۰ مه، باختر
د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، چې د یاد وزارت د اوبو لګولو او ساختمانونو جوړولو رییس انجینر اسدالله عمار یې هم ملتیا کوله د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست چارې وارزولې.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده هغوی ته د اسلامي امارت د کړنلارې څرنګوالی روښانه کړ او هم یې په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې.
په دې کتنه د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي میرزا جان صادق د یاد ریاست یو شمېر ستونزې او غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې، صادق وويل، چې پکتیا باید د زون له ټولو حقونو برخمن شي. هغه وویل، چې د وچکالۍ د زیاتوالي له ګواښ سره پکتیا هم مخ ده او دغه ولایت ته باید د اوبو رسونې او اوبو لګولو پروژو په برخه کې پاملرنه زیاته شي.
د یادونې وړ ده چې په تېره یو نیمه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر یاد ولایت ته سفر کوي.
س.صدیقي