خبرونهTOPروغتیا

د کرونا درېمې څپې د مدیریت په اړه مشورتي غونډه وشوه

کابل/ د غويي ۱۱مه/ باختر

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن مازيګر د ویډیو کنفرانس له لارې په امریکا او اروپا کې مېشتو یو شمېر افغان روغتیايي متخصصینو سره مشورتي غونډه کې د کرونا له دریمې څپې سره د مبارزې، د واکسین د تطبیق، د اکسیجن رسولو او د روغتونو د تجهیز په برخه کې پر لازیاتې همغږۍ بحث او خبرې وشوې.‎

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو څرګنده کړه، په افغانستان کې د کرونا ویروس دریمه څپه تشخیص شوی چې له ختیځ څخه لوېدیځ ته د حرکت په حال کې ده او تر ټولو زیاتې پېښې یې په ننګرهار، لغمان، کندهار، کابل، هرات او نیمروز ولایتونو او کمې یې په خوست ولایت کې ثبت شوي دي.

په دغه ویډیو کنفرانس کې یادو مسوولینو زیاته کړه، دامهال د کرونا ویروس د ټیسټ ۲۴ دستګاوې په ۱۸ ولایتونو کې موجودي دي او د جون میاشتې تر پایه به ټولو ولایتونو ته پراختیا ومومي.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو او معلوماتو له اورېدو وروسته د اکسیجن د کمبود معضلې په رفع کولو ټینګار وکړ وې ویل، په دې برخه کې باید د خصوصي سکتور همکاري جلب شي او همداراز دې د اکسیجن د کمبود معضلې د مدیریت په موخه پر یوه پلان هم کار وشي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د واکسین او اکسیجن تطبیق باید اولویت بندي او زیانمنو شویو برخو ته لومړیتوب ورکول شي. همداراز دې د کرونا ویروس درېیمې څپې د مدیریت په اړه د زیات بحث په خاطر په امریکا او اروپا کې مېشتو افغان روغتیايي متخصصینو سره د همغږۍ غونډې دوام ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته