خبرونهاقتصادTOP

د کرنې او مالدارۍ معين، هېواد ته د باکیفیته او معیاري کرنیزو او نباتي درملو پر واردولو ټینګار وکړ

کابل، د وري ۱۰مه، باختر
هېواد ته د بې‌کیفیته درملو او واکسینونو د واردولو له امله د کروندګرو او مالدارانو له شکایتونو وروسته؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معين مولوي صدر اعظم عثماني د نباتي او حیواني درملو واردوونکو شرکتونو له مسئولینو څخه غوښتي چې باکیفیته او معیاري درمل او واکسینونه دې وارد کړي.
هغه د نباتي او حیواني درملو د واردوونکو شرکتونو له مسئولینو سره په ناسته کې ویلي دي: “کروندګر او مالداران له وارداتي درملو او واکسینونو شکایت کوي او دا زموږ مسئولیت دی چې کنټرول یې کړو؛ نو د شخصي ګټو لپاره بزګرانو او مالدارانو ته زیان مه رسوئ او باید باکیفیته درمل وارد کړئ.”
د يادونې وړ ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بې‌کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي په موخه، په سوداګریزو بندرونو کې د بوټو ساتنې قرنطین پیاوړی کوي او د څارویو د روغتیا او د بوټو ساتنې ریاست د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د درملو داخلي پلور څارنه او کنټرول چارې ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته