کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د کاپيسا پوهنتون په دننه کې د ٢۵٠٠مترو په اوږدوالي سړکونه جوړېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کاپيسا د ابو ريحان البيروني پوهنتون داخلي سړکونه د هندوستان په مرسته د ۶۵ میليونو افغانيو په لګښت جوړېږي.
د ابو ريحان البيروني پوهنتون رييس عبدالقهار سروري وويل چې په دې پروژه کې د پوهنتون په داخلي سړکونو سربېره، پلي لارې هم په پام کې نيول شوې دي چې په شپږو مياشتو کې به یې کار بشپړ شي.
ختم-ج –ا