سیاستخبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له  ګل آغا شېرزي سره  وکتل

 کابل، غبرګولي ۳ مه، باختر

په پیل کې شېرزي د دغه وزارت له کارونو او پرمختګونو څخه مننه وکړه او همدارنګه دواړو لورو د هېواد د کانونو د پروژو د ملاتړ، تطبیق او د بې کارۍ د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

د یاد وزارت سرپرست وویل: چې د کانونو د استخراج پروژو تطبیق د هېواد په اقتصاد کې ځانګړی اهمیت لري، باید د پروژو هر ډول ستونزې وڅېړل شي.

د یو بل خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ له مشرانو او مخوورو سره وکتل.

په یاده ناسته کې د ننګرهار ولایت د مشرانو او مخوورو د تالک کانونو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

په راغلو مشرانو کې یو شمیر هغه کسان هم وو چې پخوا يې د تالک په کانونو کې پانګونه کړې وه.

دوی له سرپرست وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د کانونو د نافذه قانون له مخې باید قراردادونه بیا ترلاسه او د کار د پیلولو اجازه دې ورکړل شي.

په کتنه کې د یاد وزارت سرپرست د غونډې ګډونوالو د ستونزو د حل په موخه د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدلې او ډاډ یې ورکړ چې غوښتنو ته به يې رسیدګي وشي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته