کابل، د غوایی ۲ مه، باختر
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري او ورسره مل پلاوي د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو او ساحوي روغتون څخه لیدنه وکړه.
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د قول اردو له مسوولینو سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د غیر فعاله وسایلو د جوړولو او همدا راز د ضرورت مطابق وسایلو په پوره کولو کې هر اړخیزه ژمنه وکړه.