کابل، د کب ۱۴مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل له والي ملا امین الله عبید سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د کابل والي د کانونو او پټرولیم وزارت کړنې او لاسته راوړنې ستایلي او د کابل د خلکو د ستونزو د حل په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي دي.
هغه، دغه راز د کانونو له عوایدو څخه د لته بند سړک جوړولو غوښتنه کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د دغه وزارت د کاري پلانونو لکه د ملي او نړیوالو پانګه والو لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو، د کانونو د تړونونو لاسلیک کولو، کارموندنې او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړي او ژمنه یې کړې، چې د کابل خلکو ته د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې به هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.