خبرونهاقتصادټولنه

د کابل – غور لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

کابل، د کب ۹مه، باختر
د غور د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي د غور – کابل لاره چې په دې وروستیو کې د واورې د اورښټ له کبله تړل شوې وه نن د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رئیس مولوي عبدالکریم ابوشعیب باختر آژآنس ته وویل چې د دغه ریاست ټیمونه توانېدلي چې د غور او بامیانو ترمنځ د بکک کوتل چې د غور – کابل پر لاره موقېعت لري له څلورو ورځو بندېدو وروسته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د وروستیو ورځو د اورښتونو له امله په ګڼ شمېر ولایتونو کې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته