ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د آلمان پوتسدام پوهنتون څېړنيز رپوټ واورېد

کابل/ د زمري لومړۍ/ باختر د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د آلمان د پوتسدام پوهنتون مطالعاتي راپور چې د هيواد تحصيلي بنسټونو د اکاډمیک مدیریت په اړه تر سره شوی دی، واورید. یاده مطالعه د لوړو زده کړو وزارت د وړاندېز پر اساس د آلماني موسسې GIZ په همکارۍ د تحصيلي بنسټونو د اکاډميک مدیریت او رهبرۍ او همدا ډول د پیداګوژي او تدريسي موضوعاتو په برخه کې، د لوړو زده کړو وزارت د مختلفو ادارو له مسوولينو او د هيواد د پوهنتونو د رهبرۍ هئيت له لوري ترسره شوې ده. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې ددغه وزارت مالي او اداري معین او د مرکزي ادارو رییسانو هم حضور درلود، د آلماني پوتسدام پوهنتون د استادانو د مطالعاتي راپور له اوریدلو څخه وروسته چې د ويډيويي کنفرانس له لارې وړاندې شو، د افغانستان د تحصيلي بنسټونو د اکاډميک مدیریت د تقویت او بهبود په لارو چارو کې ددغه پوهنتون له وړاندېزونو څخه د مننې تر څنګ خپل نظر هم د راپور له چمتو کوونکو سره شریک کړل. هغه وویل چې د راپور چمتو کوونکو لخوا په وړاندې شویو وړاندېزونو چې په مدیریتي برخو کې د پوهنتونو د اکاډمیک مديريت او د چارو انسجام لپاره د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موخو په اساس چې د لوړو زده کړو وزارت له مختلفو ادارو څخه د یو همغږي واحد جوړولو، وروسته د ریاست په کچه د یو واحد جوړولو او په اوږد مهال کې د اکاډمي جوړولو ته شاملیږي په دغه برخه کې به په جدي توګه کار وکړي. نوموړي همدارنګه د یاد شوي راپور له چمتو کوونکو څخه وغوښتل چي خپل ځانګړي وړاندېزونه دې د قناعت وړ دلايلو سره یو ځای له دوی سره شریک کړي چې د هغوی په رڼا کې لازم ګامونه پورته کړی شي. پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت په تيره کې د هيواد د تحصيلي بنسټونو د علمي کادر غړو د مسلکي، مدیریتي او پیداګوژیکي وړتياوو لوړولو په موخه د استادانو د مسلکي پراختیا PDC مرکزونو په جوړولو سره ګامونه اوچت کړي دي چې باید په وزارت کې له مرکزي واحد سره د وخت په تیريدو نژدې اړیکه ولري او د اړوندو چارو د لا زیات انسجام سبب وګرځي. په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش د هغو کړنلارو د تطبیق په برخه کې چې د هیواد د تحصيلي بنسټونو د اکاډمیک مدیریت د اصلاح او تقویت په لارو چارو کې زیات تاثیر ولري، ددغه وزارت له چمتوالي څخه ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د ځانګړي او روښانه موډل په وړاندې کولو ټینګار وکړ. د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنين رئیس پوهنيار بري مبارز په وینا، ټاکل شوې د لوړو زده کړو وړاندېزونه د موجودو شرايطو او امکاناتو په نظر کې نیولو سره له پوتسدام پوهنتون سره شریک شي. **************

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته