خبرونهاقتصادټولنه

د ښار جوړلو او ځمکو وزارت د سرپل ښار د ستونزو ارزونه وکړه

کابل، غبرګولي۹مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني د سرپل ولایت له مرستیال ملا محمد نادرحقجو او د دغه ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رییس محمد نور نوراني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې لومړی د سرپل د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وشوې چې د بېلګې په توګه یې د ښاري پلان د تطبیق لپاره د ځینو ځمکو د استملاک او د ځمکو د غصب د مخنیوي موضوعات یادولی شو.

د سرپل مرستیال والي ښاغلي ملا محمد نادر حقجو د سرپل ولایت په اړه خبرې وکړې چې په تېر کې له پراختیا بې برخې پاتې شوي، ښاري پلانونه په سمه توګه نه دي عملي شوي، سړکونه یې نه دي جوړ شوي او داسې نورې ستونزې لري.

د یادولو وړ ده چې  د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني خبرې وکړې چې پر مهال یې د سرپل ولایت په اړه ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د یادو ستونزو د حل کلو په موخه به هلې ځلې وکړي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته