کابل / د کب ۱۴ مه / باختر
د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) خبرداری ورکړی چې نړۍ باید د اوکراین کړکېچ ته د تمرکز له امله د افغانستان وضعیت هېر نه کړي.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې ټینګار کړی چې د اوکراین د کړکیچ له پاره باید د افغانستان له وضعیت څخه نا خبره پاتې نه شو.
دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان وضعیت ته هم پام وکړي او په افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي او د خلکو د ژغورنې له پاره ډېره هڅه وکړي.
یادې ادارې له افغانستان سره د مرستو زیاتولو او د دغه هېواد د اقتصادي بحران د حل له پاره د امریکا او نورو هېوادونو د وروستیو هڅو هرکلی کړی دی.
په همدې حال کې دغه سازمان د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه یوې غونډې ته اشاره کړې چې د جرمني او بریتانیا په کوربه توب د مارچ میاشتې په وروستیو کې جوړېږي او ویلي یې دي چې دغه سازمان د بشري مرستو د دوام او د اقتصادي بحران کمښت له پاره د سیاستونو د بدلون غوښتونکی دی.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې ټینګار کړی چې بشري اړتیاوې د تېرو درېیو کلونو په پرتله درې ځلې زیاتې شوي او افغانان تر دې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د اوکراین د جګړې په پایله کې یو شمېر کارپوهان وایي چې نړۍ له افغانستانه د اوکراین کړکیچ ته پام اړولی چې دغې چارې په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
احمدزۍ