سیاستخبرونهاقتصادTOP

د چین یو شمېر پانګه والو، د هېواد د مرمر ډبرو په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه

کابل، د کب ۱۴مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د چین له یو شمېر پانګه والو سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، یادو پانګه والو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال پر برابرولو خوښي څرګنده کړې او د هېواد په کانونو په ځانګړې توګه د مرمر ډبرو په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه د خبرو ترڅنګ؛ په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د هغوی د لېوالتیا هرکلی کړی او د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق یې ورسره د همکاريو ژمنه کړې ده.

تر دې وړاندې هم یو شمېر کوچنیو او لویو چینايي شرکتونو، په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته